انصار: (د تله 10 مه)، د پاکستان د امنیتي مطالعاتو څېړنیز مرکز ویلي چې په دغه هېواد کې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې څه باندې ۷۰۰ کسان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي.
د یاد مرکز په راپور کې ویل شوي چې د تېر کال په پرتله په دغه هېواد کې وسله وال بریدونه ۱۹ فیصده ډېر شوي.
په راپور کې همدارنګه راغلي چې دغه بریدونه په ځانګړي توګه په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ډېر شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، چې ۳۸۶یې د پاکستان امنیتي ځواکونه دي.
د خپاره شوي راپور له مخې، په یاده موده کې په پاکستان کې په وسله والو بریدونو کې د نیمه پوځي ملېشو ۳۳ غړي هم وژل شويدي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27395
قرأ